طالبانو په جوزجان کې د داعش د ماین جوړولو یوه فابریکه کشف کړې

د افغانستان په عمومي نقشه کې د جوزجان ولایت موقعیت

په جوزجان کې د طالبانو امنیتي مسوولان وايي چې په شبرغان ښار کې یې د داعش ډلې د ماین جوړولو یوه فابریکه کشف کړې ده.

د جوزجان لپاره د طالبانو د امنیه قوماندان سرپرست قاري شاه محمود احمدي باختر خبري اژانس ته ویلي، ځواکونو یې د استخباراتي ځواکونو په همکارۍ د شبرغان په سخي اباد سیمه کې د داعش د ماینونو د دغه مرکز د کشف په ترڅ کې د انتحاري حملو واسکټ، مقناطیسي او لاسي بمونه او نور وسایل هم موندلي دي.

په خبر کې نه دي ویل شوي چې ایا په دې تړاو څوک نیول شوي او که نه.

طالبانو تر دې وړاندې په ځلونو ویلي چې داعش ډله یې ځپلې او په افغانستان کې دا ډله نور فعالیت نه لري.