کرکټ؛ افغانستان او پاکستان نن دویمه شل اوره سیالي لري

د افغانستان او پاکستان تر منځ د روانې لوبلړۍ څخه د لومړۍ سیالۍ انځور

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د کرکټ ملي لوبډله نن شپه د پاکستان پر وړاندې خپلې دویمې نړیوالې شل اوره لوبې ته پوره چمتووالی لري.

ټاکل شوې دواړه لوبډلې، نن شپه د کابل پر وخت اته نیمې بجې د شارجه د کرکټ په نړیوال میدان کې سره مخامخې شي.

د افغانستان کرکټ بورډ د رسنيو عمومي مسوول عبدالله خان پکتاني پرون ازادي راډیو ته وویل: "ډاډه یم چې پاتې دوې سیالۍ به په ښه توګه ترسره شي. افغان لوبډله له پیله د دغو سیالیو لپاره چمتووالی لري. ډېر تمرکز به یې پر دویمه لوبه وي چې هغه هم په خپل نوم کړي."

افغانستان او پاکستان به سبا دوشنبه خپله درېیمه او وروستۍ مسابقه کوي.

که افغانستان یوه بله لوبه هم وګټي، د دې لوبلړۍ ګټونکی اعلانېږي.

افغانستان د جمعې په ورځ خپله لومړۍ لوبه په شپږو ویکټو سره وګټله.

دا په یوه نړیواله مسابقه کې د پاکستان په وړاندې د افغانستان لومړۍ بریا وه چې تاریخي ګڼل کېږي.