بایډن په سوریه کې د سپاه پاسداران د اړوندو ډلو پر اډو د ځوابي برید امر کړی

د امریکا ولسمشر جو بایډن

په سوریه کې د سپاه پاسداران په اړوندو ځواکونو د امریکا د بې پیلوټه الوتکو له حملې وروسته د امریکا ولسمشر جو بایډن پرون جمعه وویل، امریکا له ایران سره د شخړې په لټه کې نه ده، خو د خپلو ځواکونو د ساتنې لپاره هر اقدام ته په کلکه ځواب وايي.

د امریکا ولسمشر کاناډا ته د رسمي سفر په لړ کې ټینګار وکړ چې یوه ورځ مخکې یې په سوریه کې د سپاه پاسداران د اړوندو ډلو پر اډو د ځوابي برید امر کړی دی.

تر دې مخکې وړمه شپه د امریکا دفاع وزارت، پنټاګون وویل چې د یوې انتحاري بې پیلوټې الوتکې په برید کې د یوه قراردادي د وژل کېدو او د ۵ نورو د ټپي کېدو په ځواب کې امریکايي ځواکونو د سوریې په ختیځ کې د سپاه پاسداران پر اړوندو اډو بریدونه وکړل.

د پنټاګون په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د استخباراتي معلوماتو پر اساس، پر امریکايي قراردادیانو د ایراني ډرون له لوري برید شوی و.

د امریکا دفاع وزیر لویډاسټین په دې اړه وویل، د ولسمشر جو بایډن په امر د امریکا د مرکزي قوماندانۍ ځواکونو ته اجازه ورکړل شوه چې د سپاه پاسداران د اړوندو ډلو پر تاسیساتو دقیقې هوايي حملې وکړي.