سوريه کې د امريکا په هوايي بريد کې د ايران پلوه ملېشو ۱۴ وسله‌وال وژل شوي

ارشيف

په سوریه کې د امریکا د پوځ په هوايي حملو کې د ایران پلوه ملېشو ۱۴ وسله‌وال وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

دا حمله د هغې بې‌پیلوټه الوتکې د برید په ځواب کې شوې ده چې، یو امریکایی قراردادي یې وواژه.

پنټاګون مخکې له دې ویلي وو، یو امریکایی د سوریې د شمال ختیځ په هساکه سیمه کې د ایران د کامیکازې ډوله بې‌پیلوټه الوتکو په برید کې وژل شوی او پنځه سرتېري یې ټپیان شوي دي.

د امریکا د دفاع وزیر لویډ اوسټین پرون وویل، ده د ولسمشر جوبایډن له امر سره سم د ایران د سپاه پاسداران ځواک د ملګرو ملېشو پر مرکزونو د حملو دستور ورکړ.

د سوریې د بشري حقونو د څار سازمان چې مرکز یې په برېتانیا کې دی نن وویل، د امریکا د پوځ په برید کې د سوریې د نهو وګړو په ګډون ۱۴ کسان وژل شوي دي.