طالبانو هلمند کې د پي‌ټي‌ام غړی نورايل کليوال نيولی

هلمند کې د پي‌ټي‌ام غړی نور عايل کليوال له منظور پښتين سره

په هلمند کې د PTM یا پښتون ژغورنې غورځنګ یو غړی نورایل کلیوال د تېرو څلورو ورځو راهیسې د طالبانو د استخباراتو په بند کې دی او لا هم نه‌دی خوشې شوی.

د نورایل کلیوال د کورنۍ غړو او ملګرو ازادي رادیو ته ویلي چې، هغه د تېرې دوشنبې په ورځ په سنګین ولسوالۍ کې له خپل کوره طالبانو ایستلی او له ځان سره یې بېولی دی.

طالبانو تر اوسه د نورایل کلیوال د نیول کېدو اړه څه نه‌دي ویلي.

نورایل کلیوال د تېر جمهوریت پر مهال په کندهار او هلمند کې د PTM یا پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ غونډې کولې او د ځوان کهول په نوم د مدني ټولنې مشر و.

طالبانو تر مخکې هم یو شمېر مدني فعالان نیولي او بندیان کړي دي.