طالب چارواکې وایي، شاوخوا ۳۰۰ ویجاړ شوي پوځي وسایط یې بېرته رغولي

پوځي وسايط چې طالبانو بېرته رغولي

طالب چارواکي وايي، ۳۰۰ بېلابېل پوځي وسايط يې بېرته رغولي دي.

د افغانستان په جنوب کې د طالبانو د ۲۰۵ البدر قول اردو مطبوعاتي دفتر په یوه خپاره کړي بیان کې ویلي چې، په دغه پوځي وسایطو کې ۱۵۰ انټنیشنل کاماز موټرونه، ۱۲۵ هاموي ټانګونه، ۲ ضربتي ټانګونه، ۱۰ اکملاتي ټېلرونه، ۱۰ کوچني پور کلیف موټرونه او ۱۵ هاموي امبولانسونه شامل دي.

دیادولو وړ ده چې، دغه پوځي وسایط د تېر جمهوریت پر مهال د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ په جګړه کې تخریب شوي وه.