د زابل – کندهار لاره چې د ورښتونو له امله تړل شوې وه، بېرته پرانيستل شوه

د زابل - کندهار سړک کې ورښتونه

د زابل - کندهار لویه لاره چې تېره شپه ناوخته د ورښتونو له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې وه، نن سهار پرانیستل شوه.

په جنوب کې د طالبانو د ۲۰۵ البدر قول اردو قومندانۍ مطبوعاتي دفتر په یوه بیان کې لیکلي چې، پر دغه لویه لار د ورښتونو له امله یو باروړونکی موټر چپه شوي و چې د انجینرۍ ټیم په مرسته موټر راپورته او لاره بېرته د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوه.

د ورښتونو له امله د افغانستان ډېری لويې لارې کله نا کله تړل کېږي.

د هوا پېژندنې ادارې تېره شپه د افغانستان په ۲۰ ولايتونو کې د سختو ورښتونو وړاندوينه کړې وه.