د طالبانو حکومت: ازبکستان د قوش تېپې کانال جوړولو کې د مرستې چمتووالی ښودلی

د قوش تېپې کانال کې د کار جريان

د طالبانو حکومت وايي، ازبکستان د قوش تېپې کانال په جوړولو کې مرستې ته چمتووالی ښودلی دی.

د طالبانو د حکومت له خبرپاڼې سره سم، د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عبدالعزیز کاملوف پرون (پنجشنبې) د طالبانو د رئیس الوزرا له اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر سره په کتنه کې د دوو هېوادونو ترمنځ پر اقتصادي، تجارتي او ترانزیتي اړیکو خبرې وکړې.

د خبرپاڼې د مالوماتو پر اساس کاملوف وویل، ازبکستان د نړیوالو مقرراتو د رعایت کېدو په صورت کې چمتو دی چې، له پرمختللې ټکنالوژۍ څخه په کار اخیستو د قوش تېپې کانال په جوړولو کې همکاري وکړي.

باختر خبري اژانس، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دی ویلي، د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي یادونه وکړه چې هېواد یې د امو سین په اوبو کې د افغانستان حق او امتیازونو ته په پام تیار دی چې په دې پروژه کې مرسته وکړي.

د ازبکستان حکومت او رسنیو تر اوسه پورې د کاملوف د څرګندونو په اړه څه نه‌دي ویلي.

تر دې مخکې ځینو ازبکستاني رسنیو د قوش تېپې کانال د جوړېدو په وړاندې د ازبک چارواکو اندېښنه ښکاره کړې وه.

د ازبکستان په شمول د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره افغانستان د امودریا د اوبو د ونډې پر سر کومه موافقه نه‌لري.