بلغاريا د ۲۵ افغان کډوالو د نيونې خبر ورکړی

د بلغاريا پوليس، ارشيف

د بلغاریا د دیمیتروفاګراد (Dimitrovgrad) سیمې پولیس وايي، د چهارشنبې په شپه یې ۲۵ افغان غیرقانوني کډوال نیولي دي.

د پولیسو په وینا، دا ۲۵ افغان پناه غوښتونکي له ترکیې څخه په یوه واګون موټر کې راغلي وو او غالباً یې غوښتل چې د بلغاریا له لارې سربیا ته واوړي.

پولیس وايي چې، د موټر چلوونکی یې هم نیولی او د غیرقانوني کډوالو د لېږدولو په تور یې دوسیه ورته جوړه کړې ده.

دوی د افغان پناه غوښتونکو په اړه ویلي چې له هیڅ یوه سره هیڅ راز اسناد نه‌شته.