بدخشان کې د ماين چاودنې له امله دوه ماشومان مړه شوي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د بدخشان ولايت موقعيت

په بدخشان ولایت کې دوه ماشومان د یوه لاسي‌ بم په چاودنه کې مړه شوي دي.

په بدخشان کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس معزالدن احمدي په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا پېښه پرون چهارشنبې د دې ولایت د تګاب کشم ولسوالۍ په شهیدګان کلي کې رامنځته شوې ده.

خبرپاڼه کې راغلي، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې، څوماشومانو چې یو لاسي بم یې موندلی او هغه یې له نورې وسپنې سره د پلور لپاره لېږداوه، پرې چاودلی دی.

د هغه په خبره په دې پېښه کې پنځه نورماشومان ټپیان دي.

درې ورځې وړاندې په غور کې د لاسي بم چاودنې په ورته پېښه کې پنځه ماشومان او د هغوی مور وژل شوي وو.

د ملګروملتونو د شمېرو له‌مخې د ۲۰۰۸ کال د ډسمبر له میاشتې راهیسې چې دې ادارې په افغانستان کې د ملکي تلفاتو د ثبت رسمي پروسه پیل کړې، په دې هېواد کې د جګړو له امله لږ تر لږه ۱۱۸ زره او ۴۴۳ کسان وژل شوي دي.