امريکا له افغانستان د امريکايي ځواکونو د وتلو په اړه د څېړنې پايلې اعلانوي

له افغانستان دامريکايي ځواکونو وتل، ارشيف

سپینې ماڼۍ پرون چهارشنبې اعلان وکړ چې، له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه د حکومت د اوږدې مودې ځنډېدلې بیا څېړنې پایلې به په راتلونکې میاشت کې اعلان شي.

کانګرس او د امریکا خلک به دا ارزونه وګوري چې د امریکا د تر ټولو اوږدې جګړې په پای ته رسېدو سره څه تېروتنې شوي.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل د افغانستان د حکومت او د دې هېواد د پوځ چې امریکا یې له نږدې دوو لسیزو راهیسې ملاتړ کاوه، د ګړندي ړنګېدو او بیا واک ته د طالبانو د رسېدو سبب شو.

د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي وویل، پر دغې بیا کتنې کار نږدې بشپړ شوی او اداره یې چمتو ده چې راتلونکې میاشت یې پایلې اعلان کړي.

کربي زیاته کړه، موږ تمه لرو چې د اپریل په نیمایي کې به یې نتیجه له خلکو سره شریکه کړو.

د هغه په خبره اداره به یې د راپور محرمې برخې د کانګرس د څارنې له کمېټو سره شریکې کړي.

د استازیو جرګې جمهوري غوښتونکو د بایډن پر ادارې فشار راوړی چې د رسمي ارتباطاتو اړوند او دا چې په څه ډول کابل ګډوډۍ کې سقوط شو، په دې اړه د بیاکتنې اسناد خپاره کړي.

جمهوري غوښتونکي انتقاد کوي چې له افغانستانه ۲۰۲۱ کال په اګست کې د امریکایي ځواکونو د وتلو پرمهال د کابل په هوایي ډګر کې دیارلس امریکایي سرتېري ووژل شول او دا ځواکونه په داسې بېړه ووتل چې په سلګونو امریکایان او په زرګونو هغه افغانان چې له امریکایي سرتېرو سره یې کار کړی و، په افغانستان کې ایسار پاتې شول.