د سعودي عربستان سترې محکمې اعلان وکړ چې نن د روژې مبارکې لومړۍ ورځ ده.
په متحدهعربي اماراتو، مصر، کویټ، بحرین، لبنان او په یو شمېر نورو اسلامي هېوادو کې هم نن د روژې لومړۍ ورځ ده.
په افغانستان کې د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت اعلان کړی دی چې، د روژې په لومړۍ ورځ رخصتي نهشته او په ټول افغانستان کې به رسمیات وي.