د افغانستان تر ۱۹ کلونو کم عمره لوبډلې سریلانکا ته د ۲۹۹ منډو هدف وټاکه

د افغانستان تر ۱۹ کلونو کم عمره لوبډلې لوبغاړي

د درې اړخیزو سیالیو په لړ کې د افغانستان تر ۱۹ کلونو کم عمره لوبډلې د سریلانکا پر وړاندې ۲۹۸ منډې ترسره کړې.

دغه سیالي چې نن د کابل پر وخت تر غرمې وروسته ۳:۳۰ بجې پیل شوې ده، افغان لوبډلې پچه وګټه او لومړی یې توپوهنه وکړه.

افغانستان د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۴۹.۲ اورونه ولوبول او ۲۹۸ منډې یې وکړې.

د افغانستان په توپوهونکو کې محمدهارون خان ۸۸، خالد تڼیوال ۴۵، کامران هوتک ۴۳ او سهیل خان ۳۴ منډې جوړې کړې.

د سریلانکا په توپ اچونکو کې پیلیز توپ اچونکي راناټونګا۴ او کولوپانا ۳ لوبغاړي وسوځول.

د سریلانکا توپوهونکو خپله پاڼۍ تازه پیل کړې ده.

د ویلو ده چې دغه یو ورځنۍ سیالۍ د افغان کرکټ ادارې په کوربتوب د افغانستان، بنګه دېش او سریلانکا د کم عمره لوبډلو تر منځ د مارچ په ۱۸مه نېټه پیل شوي دي.