د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو اداره وايي، له زده کړو د افغان نجونو د راګرځولو پرېکړې دوی له تاوتریخوالي، لوږې او ناوړه ګټنې سره مخ کړي دي.
په داسې حال کې چې یوه ورځ مخکې د پلازمېنې کابل په ګډون د افغانستان په سړو سیمو کې د طالبانو حکومت د نوي ښوونیز کال پیل اعلان کړ او نجونو ته یې بیا هم له شپږمو ټولګیو پورته د زده کړو اجازه ورنه کړه، یو شمېر نړیوالو بنسټونو د طالبانو دا پرېکړه خواشینوونکې بللې ده.
د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو ادارې په یوه اعلامیه کې چې تېره ورځ ناوخته خپره کړې ویلي، د دې ترڅنګ د افغانستان نږدې نیمايي نفوس ګوښه کول ناسم او ناعادلانه کار دی او دغه شان سیستماتیک تبعیض د دې هېواد پرمختګ او راتلونکی ټکنی کوي.
یادې ادارې ټینګار کړی چې نجونې له زده کړو او تحصیل راګرځول د دوی پر وړاندې ښکاره تبعیض او د دوی د کورنیو لپاره ځورونکی عمل دی چې د افغانستان لپاره به ناوړه پایلې ولري.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې زده کړې د هر انسان بنسټیز او بشري حق بللی او ټینګار یې کړی چې افغانستان د نړیوالو اقتصادي، ټولنیزو او فرهنګي حقونو د کنوانسیونونو د غړي د هېواد په توګه اړ دی څو دا یقیني کړي چې هر وګړی یې زده کړو ته مساوي لاسرسی لري.
په همدې حال کې ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یا یونېسف ویلي، ډېره خواشینوونکې ده چې طالبانو یو وار بیا نجونو ته ښوونځیو ته د تګ اجازه ورنه کړه.
یونېسف د طالبانو دا پرېکړه د ښځو او نجونو د حقونو د ویجاړۍ بدمرغه پړاو بللی او په یوه اعلامیه کې یې ویلي چې د نجونو د منځنیو زده کړو د مخنیوي پرېکړه ناعادلانه او د میلیونونو نجونو د تمې او هیلو خلاف ده.
یونېسف ویلي، ښوونځیو ته د نجونو د نه پرېښودلو پرېکړې د دوی په رواني حالت او روغتیا ناوړه اغېزه کړې او دوی له هر هغې افغانې نجلۍ سره ولاړ دي چې له طالب چارواکو د زده کړو حق غواړي.
د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت تېره ورځ د افغانستان په سړو سیمو کې نوی ښوونیز کال پیل کړ، خو له شپږمو ټولګیو پورته نجونو زده کوونکو ته یې بیا هم اجازه ورنه کړه چې ښوونځیو ته ولاړې شي.
یو شمېر نجونې وايي، تمه یې درلوده یې چې سږ کال به د زده کړو اجازه ورکړل شي، خو اوس یې تقریباً د ټول عمر لپاره د زده کړو هیلې له خاورو سره خاورې شوې.
د پلازمېنې کابل اوسېدونکې مسعودې ازادي راډيو ته وویل: "نوی ښوونیز کال پیل شو خو له بده مرغه، بده مرغه او بده مرغه چې زموږ ښوونځیو ته اجازه ورنه کړل شوه. موږ نه پوهېږو چې طالبان بلاخره له موږ غواړي څه او ولې زموږ ښوونځي نه پرانېزي."
د دې ښار یوې بلې اوسېدونکې حسنات وویل: "موږ بیا هم ډېر ناهیلي شوو، زموږ هیلې یو وار بیا بربادې شوې چې زموږ ښوونځیو ته د پیل اجازه ورنه کړل شوه. دلته یوازې نارینه ژوند نه کوي بلکې د دې ټولنې سم نیمايي نفوس ښځې دي. زه له طالبانو غواړم چې زموږ ښوونځي پرانېزئ."
په ورته وخت کې احمد مسعود، چې ځان د طالبانو د حکومت د یوې مخالفې وسله والې ډلې 'ملي مقاومت جبهې' مشر ګڼي د نوي کال په مناسبت په یوه ویډیويي پیغام کې چې د دغې جبهې په ټوېټرپاڼه یې خپور کړی، د افغان نجونو او ښځو پر زده کړو او کار د طالبانو بندیز غندلی دی.
هغه ویلي: "طالبانو د تېر کال په اوږدو کې د قومي او جنسي تبعیض ترڅنګ د نجونو په زده کړو او د ښځو په کار بندیز ته دوام ورکړ تر دې چې د مېرمنو پر وړاندې په بشپړ ډول د زده کړو او کار دروازې وتړل شوې او دوی له سیاست لیرې شوې."
د ازادي راډیو خبریال د احمد مسعود د دې څرګندونو په اړه د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وپوښت، خو د دې راپور تر خپرېدو یې پوښتنه ځواب نه کړه.
د یادونې ده چې طالبانو په ۲۰۲۱ میلادي کال کې پر افغانستان تر بیا ځلي واک ټینګولو وروسته له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو دروازې وتړلې او د تېر ۲۰۲۲ میلادي کال په وروستیو کې یې دوی له پوهنتونونو هم راوګرځولې، دغه شان یې په نادولتي کورنیو او بهرنیو موسسو کې د افغان مېرمنو په کار هم کلک بندیز لګولی دی.
طالب چارواکو د نجونو پر زده کړو بندیز لنډ مهالی بللی او ویلي یې دي چې په دې اړه د یو ترتیب په جوړولو بوخت دي، خو د نږدې ۱۹ میاشتو په تېرېدو لا هم د نجونو پر وړاندې ښوونځي تړلي او دوی په دې اړه د کومې طرحې جوړول نه دي اعلان کړي.