افغانستان او پاکستان کې د زلزلې له امله د مړو شمېر ۱۳ ته پورته شو

د تېرې شپې د زلزلې يو ټپي

د ازادي راډيو د خبر مرکزي څانګې لیکلي، د ریښتر په کچه شپږ اعشاریه پنځه درجې دغې زلزله کې لږ تر لږه ۹ تنه په پاکستان او څلور نور په افغانستان کې مړه شوي دي.

د عبدالبصیر په نوم د لغمان د علیشنګ ولسوالۍ یو اوسېدونکی او څلور ماشومان یې دغې زلزله کې ټپیان او یوه درې مياشتنۍ ماشومه یې مړه شوې ده.

هغه ازادي راډیو ته وویل: "په وتو کې چې وو، یو دېوال را باندې وغورځېده. خپله هم زخمي یم، دوه مې لورانې زخمي دي او یو زوی مې زخمي دی، فامیل کې ټول زخمیان دي، یوه ماشوم خو مې ژوند له لاسه ورکړ."

د امریکا د جیولوژۍ مرکز د دغې زلزلې مرکز د هندوکش غرونه یاد کړي دي.

افغانستان او پاکستان کې لسګونه کسان د تېرې شپې زلزله کې ټپیان شوي هم دي، خو دا ارقام لا کره او وروستي نه‌دي.