طالبانو په کابل کې د داعش وسله والو پر یوه پټنځای عملیات کړي

د داعش وسله‌والو پر وړاندې د طالبانو عمليات، ارشيف

د طالبانو د حکومت وياند وايي، تېره شپه د کابل ښار دولمسې حوزې اړوند بتخاک څلور لارې کې د ده پر ټکو د خوارجو پر يوه پټنځای عمليات ترسره شوي دي.

ذبيح‌الله مجاهد پر خپل ټوېټر ليکلي، د يادو عملياتو په پايله کې درې داعش وسله‌وال وژل شوي.

دغه راز نوموړی وايي، د عملياتو پر مهال وسلې، لاسي بمونه، چاودېدونکي مواد او د ماين جوړونې ډېر شمېر وسايل هم ترلاسه شوي دي.

مجاهد وايي، داعش وسله‌والو پلان درلود چې د روژې مبارکې مياشت کې پر مسجدونو او ملکي وګړو باندې بريدونه وکړي، چې د طالبانو له‌خوا مخکې له مخکې شنډ کړل شول.

د طالبانو حکومت داسې مهال د داعش وسله‌والو پر يوه پټنځای د عملياتو د ترسره کېدو خبر ورکوي چې وروستيو کې افغانستان کې د ترسره شويو بريدونو مسووليت يادې وسله‌والې ډلې پر غاړه اخيستی.