طالبان: په ۱۴۰۱ کال کې تر ۱۱ سوه ډېر افغانان په طبیعي پېښو کې مړه شوي

په پکتیکا کې د زلزلې له امله یو ویجاړ شوی کور. د تېر کال په جوزا میاشت کې د پکتیکا او خوست په زلزلو کې تر زرو ډېر کسان مړه او زرګونه نور ټپیان شول.

د طالبانو د حکومت له پېښو سره د مبارزې وزارت وايي، په ۱۴۰۱ لمریز کال کې تر ۱۱ سوه ډېر افغانان په طبیعي پېښو کې مړه شوي دي.

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې سرپرست وزیر ملامحمدعباس اخوند رسنیو ته په یوه استولي پیغام کې د ۱۴۰۱ کال له پیله تر پایه د زلزلو او سېلابونو په شان د بېلابېلو طبیعي پېښو له کبله د سرومال د تاوانونو په اړه وویل: "یوزرو یوسلو دوه کسان مړه شوي او دوه زره یوسلو ۵۹ تنه ټپیان شوي دي او ۱۰ زره ۸۰۰۸ کورونه بشپړ ویجاړ شوي دي."

ده همداراز وویل چې تر ۲۳ زره ډېر نور کورونه نیمه ویجاړ شوي او شاوخوا ۸۰ زره څاروي مړه شوي دي.

د تېر کال په جوزا میاشت کې د پکتیکا او خوست په زلزلو کې تر زرو ډېر کسان مړه او زرګونه نور ټپیان شول.

له بلې خوا د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویندوی پرون وویل چې په تېر یوه کال کې څه باندې شپاړس نیم زره تنه د جرمونو په تور نیول شوي دي.

عبدالنافع ټکور پرون دوشنبه په یوه خبري غونډه کې وویل چې د دغو کسانو په منځ کې ۱۹۰ تنه د یرغمل نیونو په تور نیول شوي دي.

ده همداراز وویل چې ۴۴ تنه د تښتونکو له منګولو ژغورل شوي او ۱۳ تښتونکي په وسله والو نښتو کې وژل شوي دي.