د افغانستان بانک نن دوشنبه ۱۵ملیون ډالره ليلاموي

د افغانستان بانک

د افغانستان بانک چې کنټرول يې د طالبانو په لاس کې دی پرون په یوه ټویټ کې ویلي، سوداګریز بانکونه او د صرافۍ او د پولي خدمتونو شرکتونه چې په شرایطو برابر وي، کولای شي چې په دغې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

د تېرې دوشنبې له ورځې راهیسې دې بانک درې ځلې لسګونه ملیون ډالره د داوطلبۍ له لارې لیلام کړي دي.

د شنبې په ورځ د مارچ په اتلسمه یې د ۱۶ ملیون ډالرو، د مارچ په پنځلسمه د چهارشنبې په ورځ یې د ۱۷ ملیون ډالرو او د تېرې دوشنبې په ورځ یې د ۱۶ ملیون ډالرو د لیلامېدو اعلان کړی و.

تر دې مخکې نه‌دي لیدل شوي چې دې بانک دې په یوه اوونۍ کې درې ځلي لسګونه ملیون ډالره لیلام کړي وي.

د افغانستان بانک همدارنګه د تېرې چهارشنبې په ورځ کابل ته د نړيوالو بشري مرستو د ۴۰ ملیون ډالرو یوې بلې کڅوړې د رسېدو خبر ورکړی و.

د اقتصادي چارو د کتونکو په باور دغه اقدام د دې لپاره کېږي چې د بهرنیو اسعارو په تېره د ډالر په وړاندې د افغانۍ ارزښت ثابت وساتل شي.