ټاکل شوې د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې نن د ترکیې او سوریې زلزلهځپلو ته د مرستو راټولولو په پار نړیوال کنفرانس جوړ شي.
د تېرې فبرورۍ میاشتې په لومړیو کې د ترکیې او سوریې ګډ سرحد ته نژدې زورورې زلزلې له پنځوسو زرو زیات کسان مړه او میلیونونه نور بې کوره کړل.
د جرمني ډيپياې اژانس وایي، د دغه کنفرانس کوربانه د اروپایي ټولنې د کمېسیون مشره اورزولا فن درلاین او د سویډن صدر اعظم دي.
ټاکل شوې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ویډيو کنفرانس له لارې غونډې سره یوځای شي.
اروپایي ټولنې تر اوسه د ترکیې او سوریې له زلزلهځپلو سره د خېمو او ګرمو کالیو او روغتیایي موادو په ګډون د ۲۰ میلیونه یورو مرسته کړې ده.