وېسټ یو وار بیا د نجونو زده کړه د افغانستان پرمختګ لپاره مهمه وبلله

وېسټ چې د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د واشنګټن ځانګړې استازې رینا امیري هم ورسره وه، د ماشومانو د تعلیم له فعالې ملالې یوسفزۍ سره کتلي دي.

د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړي استازي ټوماس وېسټ یو وار بیا د نجونو زده کړه د هېواد د پرمختګ لپاره مهمه وبلله.

وېسټ چې د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د واشنګټن ځانګړې استازې رینا امیري هم ورسره وه، د ماشومانو د تعلیم له فعالې ملالې یوسفزۍ سره کتلي دي.

هغه پرون په ټویټر کې لیکلي چې د نجونو تعلیم تر ټولو غوره کار دی، چې یو هېواد یې په مرسته کولی شي هوسا ژوند ولري.

طالبانو لا هم نجونو ته تر شپږم ټولګي پورته د نور تعلیم اجازه نه ده ورکړې او په تېره ډسمبر میاشت کې یې د دوی پرمخ د پوهنتونونو دروازې هم وتړلې.

که څه هم د افغانستان په تودو سیمو کې نوی تعلیم کال د نجونو له حضور پرته پیل شو، په څو ورځو کې په سړو سیمو کې هم نوی تعلیمي کال پیلېږي.