د طالبانو مشر په افغانستان کې د بنګو پر کښت بندیز ولګاوه

د طالبانو مشر ملاهبت الله اخندزاده

د طالبانو مشر په یوه فرمان کې په افغانستان کې د بنګو پر کښت بندیز ولګاوه.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس نن خبر ورکړی چې د ملا هبت الله اخندزاده په فرمان کې راغلی چې له دې وروسته هېڅوک نه شي کولای چې په خپلو ځمکو کې بنګ وکري.

په فرمان کې دا هم راغلي چې د سرغړونې په صورت کې به کښت له منځه وړل کېږي.

په فرمان کې امر شوی چې سرغړونکو ته باید د اسلامي شریعت په چوکاټ کې سزا ورکړل شي.

سږ کال د وري په میاشت کې طالبانو د یوه فرمان په صادرولو سره د کوکنار کښت هم منع اعلان کړی و.

خو پر دې فرمان سربېره، د روان کال په لړم میاشت کې د جرمونو او مخدره مواد پر وړاندې د ملګرو ملتونو د مبارزې ادارې ویلي و چې په افغانستان کې د کوکنار کښت د تېر کال پرتله ۳۲ سلنه زیات شوی دی.