د لوبو له میدانه؛ پاکستان له افغانستان سره کرکټ سیالیو ته خپله لوبډله اعلان کړې

ارشیف: د افغانستان او پاکستان د پخوانیو سیالیو یو انځور

د لوبو له میدانه په دې اوونیزې ورزشي خپرونه کې به واورئ چې د ۳ شل اوریزو سیالیو لپاره پاکستان خپله لوبډله اعلان کړه، خو افغانستان لا هم نه ده اعلان کړې.

د افغانستان، بنګله دېش او سریلانکا کم عمره لوبډلو درې اړخیزې سیالۍ پیل کړې.

د ساحلي فوټبال په نړیوالو سیالیو کې د افغانستان لوبډلې ګډون او لوبې.

د ټېسټ اتلولۍ یا چمپین شيپ پایلوبې ته هندوستان او اسټرالیا لار پیدا کړه.

د افغانستان د لومړۍ درجه ولایتي سیاليو وروستۍ لوبه ننګرهار او کابل ترسره کوي.

د خپرونې په وروستۍ برخه کې له پخواني لوبغاړي او اوسني روزونکي دولت خان احمدزي سره د پاکستان او افغانستان په راتلونکو لوبو مرکه شوې ده.

د دې خپرونې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د لوبو له میدانه