عمران خان د خپلو پلویانو په بدرګه محکمې ته رسېدلی

د پاکستان مخکېنی صدراعظم عمران خان

د پاکستان مخکېنی صدراعظم عمران خان د خپلو پلویانو په بدرګه چې په موټر سایکلونو سپاره وو، په اسلام اباد کې محکمې ته ورسېد.

اویا کلن عمران خان چې نن له لاهور څخه اسلام اباد ته روان شو رسنیو ته یې وویل: "دلته د ځنګله قانون حاکم دی او ما زنداني کوي چې په انتخاباتو کې له ګډون څخه محروم شم."

پر عمران خان د صدارت پر مهال د بهرنیو سوغاتونو د پلورلو په شمول یو شمېر تورونه لګېدلي دي.

عمران خان د ۲۰۱۸م کال په اګست کې د پاکستان صدراعظم شو چې پارلمان ترې د دوه ۲۰۲۲م کال په اپرېل کې واک ترې وګرځاوه او د شهباز شریف په مشرۍ د اپوزسیون ایتلاف ته واک وسپارل شو.