مایک‌ مککال: سیګار دې له افغانستان سره د متحده ایالاتو بشري مرستې وڅېړي

د امریکا متحده‌ایالاتو د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې رییس مایک‌ مککال

د امریکا متحده‌ایالاتو د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې رییس مایک‌ مککال د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي مفتش جان سوپکو څخه یوه لیک کې غوښتي چې سیګار دې له افغانستان سره د متحده ایالاتو بشري مرستې وڅېړي.

دا لیک چې پرون ناوخته د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې په خپله ویبپاڼه خپور په کې راغلي، داسې مهال چې افغانان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري، خو دا ډاډ باید تر لاسه شي چې د امریکايي مالیه ورکوونکو له‌خوا تمویل شوې مرستې افغانانو ته رسېږي او که طالبانو ته.

مککال په دې لیک کې لیکلي: "دا اړینه ده چې د متحده ایالاتو مرستې باید د امریکا په لومړیتوبونو کې مصرف شي او ګټه یې دا نه وي چې طالبان نجونې او ښځې وځپي، له شریعت او قوانینو ظالمانه تفسیر په خلکو تحمیل کړي او یوازې د امریکا او نړیوالې ټولنې له‌خوا د یوه مشروع حکومت په توګه ونه پېژندل شي."

متحده‌ایالاتو تېر ۲۰۲۲ کال کې تر اوسه افغانستان سره په بشري برخه کې نږدې ۱،۱ میلیارد ډالر مرسته کړې ده.