نی: د رسنیزو سرغړونو د څېړنو کمېسیون دې د بندي خبریالانو دوسیې وڅېړي

د طالبانو د رسنيزو سرغړونو د څېړنو کمېسيون

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره یا نی د خبریال د ملي ورځې په مناسبت وايي، د طالبانو له خوا د نیول شویو خبریالانو دوسیې باید د رسنیزو سرغړونو د څېړنو کمېسیون له خوا وڅېړل شي.

د نی مشر ظریف کریمي ازادي راډیو ته وویل چې اوس مهال درې تنه خبریالان د طالبانو په بند کې دي.

هغه وویل: "خیرالله پرهر په خوست کې، مرتضی بهبودي په کابل کې او قدرت الله نوري په پروان کې بندیان دي. پر دې دریو خبریالانو د لګېدلو تورونه دلایل د حکومت د چارواکو له خوا نه دي روښانه شوي. موږ بیا بیا غوښتنه کړې چې د دوی دوسیې دې د رسنیزو سرغړونو کمېسیون وڅېړي او که چېرته پر هغوی لګېدلي تورونه مستند او مدلل وي بیا دې عدلي قضايي ادارو ته راجع شي."

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د دې درېیو خبریالانو دوسیې د هغوی له رسنیز کار سره تړاو نه لري او د هغه په وینا جنايي قضیې دي، خو مجاهد په دې اړه جزییات ورنه کړل.

نن د کب ۲۷مه په افغانستان کې د خبریال ملي ورځ ده.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو په مخکې کلونو کې له ۱۳۹۲ کال راهیسې دا ورځ د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې نمانځل کېده.

خو سږ کال دا ورځ په داسې حال کې نمانځل کېږي چې ډېری خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې وروسته یا له افغانستانه وتلي او یا یې خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.