له بې وزله افغانانو سره د مرستې غوښتنه شوې

ارشیف: په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام د مرستې رسونې له بهیره یو انځور

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په راروانه اپرېل میاشت کې د افغانستان شاوخوا ۱۳ میلیون اړو خلکو ته د بشري مرستو د رسولو لپاره سمدستي ۹۳ میلیون او په راتلونکو شپږو میاشتو کې ۸ سوه میلیون ډالرو ته اړتیا لري.

ډبلیو ایف پي په یوه بیان کې چې پرون په ژنیو کې د ملګرو ملتونو دفتر خپور کړ، د دې بسپنې غوښتنه کړې.

دې ادارې ویلي، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې کورنۍ د زیاتېدونکې لوږې په ګډون له پرله پسې ستونزو سره لاس ګرېوان دي.

د بیان زیاتوي، نږدې شل میلیونه افغانان نه پوهېږي چې بل څاښت خواړه به له کومې لارې ترلاسه کوي او شپږ میلیون کسان له قحطۍ څخه یوازې یوګام واټن لري.