په پام کې ده چې د چین ولسمشر شي جین پېنګ د روانې مارچ میاشتې په ۲۰مه روسیې ته رسمي سفر وکړي.
کریملین پرون په یوه بیان کې وویل چې د دواړو مشرانو په خبرو کې به د روسیې او چین ترمنځ د پراخ مشارکت د پیاوړي کولو او ستراتیژیکو همکاریو پر اړوندو مسایلو خبرې وشي.
کریملین همداراز ویلي چې پوتین او شي به د مارچ په ۲۰مه دوه په دوه یوازې سره وګوري او د مارچ په ۲۱مه به نورې خبرې هم وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې پېکېنګ هڅه کوي له یوې خوا د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین څخه خپل ملاتړ څرګند کړي او له بلې خوا د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره د سولې طرح عملي شي.