هندوستان په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې اسټرالیا ته ماتې ورکړه

د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي

هندوستان تر ټېسټ لوبو وروسته له اسټرالیا سره د یو ورځنیو لوبلړۍ هم پیل کړه او په لومړۍ لوبه کې یې خپل مېلمه ته په ۵ وېکټو ماتې ورکړه.

دغه سیالي چې د جمعې په ورځ د مارچ په ۱۷مه نېټه د ممبي ښار په وانکیډي لوبغالي کې ترسره شوه، اسټرالیا لومړۍ توپوهنه وکړه او د ۱۸۹ منډو هدف یې وټاکه.

یادې لوبډلې ته میچل مارش تر نورو توپوهونکو ښه وځلېد او ۸۱ منډې یې وکړې.

هند ته بیا محمدشامي او محمدسراج ۳ـ۳ لوبغاړي وسوځول.

هند ورکړل شوی هدف په ۴۰م اور کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ.

په هندي توپوهونکو کې کیل راهول ۷۵ او روینډرجدیجا ۴۵ ناسوځېدلې منډې وکړې.

جدیجا د دې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه وګټله.

په دې لوبه کې میچل سټارک ۳ او مارکوس سټاینیس د هند دوه لوبغاړي وسوځول.

دواړه هېوادونه به دویمه سیالي د روانې میاشتې په ۱۹مه نېټه ترسره کړي.