ننګرهار ب لوبډلې د لومړۍ درجه ولایتي سیالیو پایلوبې ته لار پيدا کړه

د ننګرهار ب کرکټ لوبډله

د افغانستان کورني کرکټ د ګریډ ون سیالیو په لومړۍ نیمه پایلوبه کې د ننګرهار ب لوبډلې د ای سي بي ایلیون لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره پایلوبې ته لار پیدا کړه.

دغه سیالي چې نن جمعه د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې ترسره شوه، ننګرهار ب لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او په ۵۰ اورونو کې یې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره د ۲۵۶ منډو هدف وټاکه.

د ننګرهار په لوبغاړو کې محمد اسحق رحیمي ۵۵، عابد محمدي ۵۰، دل اغا ۴۸ او خیبر ولي ۴۳ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د ای سي بي ایلیون په توپ اچونکو کې بیا احمدولي ۴ لوبغاړي وسوځول.

د ای سي بي ایلیون لوبډله د هدف په پوره کولو کې پاتې راغله او ټوله لوبډله یې په ۴۹ اور کې تر ۲۱۰ منډو جوړولو وروسته وسوځېده.

د ننګرهار ب لپاره عظیم عادل ۴، عابد محمدي ۳ او محمدابراهیم عبدالرحیمزي ۲ لوبغاړي وسوځول.

د دې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه عابدمحمدي وګټله.

د لومړۍ درجه ولایتي سیالیو په لړ کې به د شنبې په ورځ د مارچ په ۱۸مه نېټه دویمه نیمه پایلوبه د لغمان او کابل ولایتي لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

د ویلو ده چې پایلوبه به د مارچ په ۲۰مه نېټه په غازي امان الله خان لوبغالي کې ترسره شي.