عمران خان یوځل بیا محکمې ته د نه حاضرېدو علت خپل ژوند ته ګواښ وباله

د پاکستان تحریک انصاف مشر او پخوانی صدارعظم عمران خان د خپلو پلویانو منځ کې

د پاکستان د تحریک انصاف مشر او پخواني صدارعظم عمران خان یو ځل بیا ادعا وکړه، چې محکمې ته د نه حاضرېدو علت یې ژوند ته ګواښ دی.

په پاکستان کې یوې محکمې د عمران خان د مدافع وکیلانو دا غوښتنه رد کړه چې د ده د نیولو امر دې بېرته واخیستل شي.

دې وکیلانو ویلي وو چې عمران خان به د خپلې واکمنۍ پر مهال پر وخت د سوغاتونو د پلورلو د اختلاس د تور د سپیناوي لپاره محکمې ته حاضر شي، خو د ده د نیولو امر دې وځنډول شي.

عمران خان په لاهور کې په خپل کور کې ایسار دی او روانه اوونۍ د ده د نیولو پر مهال د پولیسو او د عمران خان د ملاتړو ترمنځ اخ وډب وشو خو پولیس د عمران خان په نیولو بریالي نه شول.

عمران خان چې په اپرېل میاشت کې له واکه لیرې کړای شو د سوغاتونو د پلورلو تر څنګ په ترهګرۍ او یوشمېر نورو غیرقانوني کارونو تورن شوی دی.