د ریښتر په مقیاس پنځه درجې زلزلې پرون د عراق او ایران سرحدي سیمې ولړزولې.
د عراق دولتي خبري اژانس اینا د راپور له مخې، لا په دې زلزله کې د چا د مرګ ژوبلې خبر نه دی ورکړل شوی.
دا په داسې حال کې ده، چې په ترکیه او سوریه کې د فبروري میاشتې پر شپږمه یوې زورورې زلزلې تر ۴۸زرو ډېر کسان یوازې په ترکیه کې مړه کړل.
په سوریه کې هم تر ۷۰۰۰ د ډېرو کسانو د مړینې راپور ورکړل شوی.
تر زلزلې وروسته په سلګونو-زره کسان بېکوره دي او په خیمو یا هم اضطراري پناه ځایونو کې شپې ورځې تېروي.