کوریلا: ښايي داعش له افغانستانه بهر پر امریکا او لوېدیځو متحدانو بریدونه وکړي

د داعش بیرغ

یو جګپوړی امریکايي قوماندان وايي، داعش ډله به ښايي په ۶ میاشتو کې د دې جوګه شي چې له افغانستانه دباندې د امریکا او د متحدو ایالتونو پر لوېدیځو متحدانو بریدونه وکړي.


د امریکا د مرکزي قوماندانۍ یا سینټکام عمومي قوماندان جنرال مایکل کوریلا دا خبره پرون پنجشنبه د خپل هېواد د سنا جرګې د وسله والو خدماتو کمېټې ته د سوال او ځواب یا استماعیه په غونډه کې د دې پوښتنې په ځواب کې وکړه چې د داعش ډله به په څومره وخت کې ممکن په دې وتوانېږي له دې هېواده دباندې حملې وکړي.

جنرال کوریلا همداراز وویل چې دوی د داعش د خراسان څانګې د حملو د مخنیوي لپاره له بهره په افغانستان کې د دې ډلې پر ضد د عملیاتو لپاره د مالي ملاتړ غوښتنه کوي.