سرچینه: بریتانیا ته د افغان ښځینه فوټبالرانو پر ځای نور کسان بیول شوي

ارشیف

د افغانستان د فوټبال فدراسیون یوه سرچینه تاییدوي چې یو شمېر داسې کسان بریتانیا ته د ښځینه فوټبال د لوبغاړو په نوم لېږل شوي چې په ټول عمر کې یې فوټبال نه و کړی.

دې سرچینې دا خبره وروسته له دې ازادي راډیو ته وکړه چې په بریتانیا کې په یوه څېړنه کې څرګنده شوه چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته له افغانستان څخه د ښځو د فوټبال د لوبغاړو په نوم بریتانیا ته یو شمېر بیول شویو ښځو په خپل عمر کې فوټبال نه و کړی.

د ۲۰۲۱ کال په نومبر کې د افغانستان د ښځو د فوټبال ملي ټیم ۳۵ لوبغاړې د خپلو کورنیو له ۱۳۰ غړیو سره له پاکستان څخه بریتانیا ته په الوتکه کې یووړل شوې.

مېل ورځپاڼې پرون پنجشنبې په یوه راپور کې وویل چې دغو نجونو او ښځو ته، چې عمرونه یې د ۱۳ او ۱۹ کلونو ترمنځ وو، د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت له دې کبله ویزې ورکړې چې د فوټبال کولو په خاطر د طالبانو له لوري له خطر سره مخامخ دي.

خو په یوه څېړنه کې څرګنده شوې چې د دغو ۳۵ کسانو په درېیو کې یوې برخې یې اصلاً په خپل ټول عمر کې فوټبال نه دی کړی.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون یوې سرچینې د نوم د نه ښوولو په شرط تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې دا کسان د ځینو انجيوګانو له لوري د ملي لوبډلې غړي معرفي شوي دي.

سرچینې تایید کړه چې یو شمېر داسې کسان د فوټبال د ملي لوبډلې د غړیو په نامه بریتانیا ته استول شوي چې په خپل عمر کې یې فوټبال نه دی کړی.