د ایران د بشري حقونو سازمان په خپل وروستي راپور کې ویلي چې په تېرو دوه نیمو میاشتو کې ۱۳۸ تنه په ایران کې اعدام شوي دي.
د دغه سازمان پر اساس، په دې کسانو کې ۸۸ تنه د مخدرو موادو په تور په دار ځړول شوي دي.
د ایران د بشري حقونو سازمان همداراز وايي چې یوازې په تېرو دوو اوونیو کې ۲۹ تنه بندیان په دار راځړول شوي چې په دې حساب په متوسط ډول د ورځې دوه تنه اعدام شوي دي.
دا سازمان وايي چې په ایران کې د تېر کال په پرتله اعدامونه خورا ډېر شوي دي.