د بښنې نړيوال سازمان: ايران کې مظاهره کوونکي ماشومان شکنجه شوي دي

ايران کې مظاهره کوونکي

د بښنې نړیوال سازمان وايي، په ایران کې د حکومت ضد مظاهره کوونکو د ځپلو په ترڅ کې د امنیتي ځواکونو له‌خوا مظاهره کوونکي ماشومان د"وحشتناکو شکنجو" سره مخامخ شوي دي.

دغه سازمان نن په یوه بیان کې ویلي، د ایران استخباراتي او امنیتي ځواکونو د کم‌عمره مظاهره کوونکو پر وړاندې د شکنجې وحشتناکه ډولونه کارولي دي.

بیان زیاتوي، په دغو شکجنو کې د ماشومانو وهل، برښنايي شاکونه، جنسي تېری او نورې جنسي ځورونې شاملي دي.

د بښنې نړیوال سازمان غوښتنه کړې چې، باید سمدستي ټول توقیف شوي ماشومان خوشې شي.

په ایران کې د پولیسو په توقیف کې د یوې ځوانې ښځې له وژلو کېدو چې په ټول هېواد کې د مظاهرو پیل ته لار هواره کړه شپږ میاشتې تېرېږي.