مک‌کال: د بايډن اداره له افغانستان د امريکايي ځواکونو د ايستلو په اړه امريکايان تېرباسي

امريکايي پوځيان، ارشيف

د امریکا د استازیو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې ریس مایکل مک‌کال وایي، د جو بایډن اداره له افغانستانه د امریکا د ناکامه وتلو په اړه د امریکایانو تېر ایستلو ته دوام ورکوي.

جمهوري‌پال مک‌کال چې له افغانستانه د ۲۰۲۱ کال په دوبي کې د امریکا د وتلو په اړه چې له ګډ وډۍ سره مله وو، څېړنه کوي، پرون ناوخته په یوه بیان کې چې دې کمېټې په خپله وېبپاڼه خپور کړی ویلي، د بهرنیو چارو وزارت له افغانستانه د وتلو په اړه د دې کمېټې د څېړنې تېر ایستلو ته دوام ورکوي او دا د دوی لپاره د منلو وړ نه‌دي.

مک‌کال ویلي، د تېرې اوونۍ استماعیه غونډې په څرګنده وښوده چې د امریکا خلک د دغو ویجاړونکو وتلو لپاره د ځواب ترلاسه کولو مستحق دي.

هغه زیاته کړه، د بهرنیو چارو وزارت د دریو ځانګړو مواردو په اړه چې دغې کمېټې ورڅخه د ځواب ترلاسه کولو غوښتنه کړې، کولای شوای هغو ته په اسانۍ ځواب ووایي، خو دې وزارت تر اوسه له دې کاره ډډه کړې ده.

مک‌کال وویل، له افغانستانه وتل د دې ادارې پر اعتبار یو داغ دی او دا چې د بهرنیو چارو وزارت یې د شفافیت نشتوالي د پټولو هڅه کوي، دا یو بل دلیل دی چې موږ باید په دې اړه ځوابونه ترلاسه کړو.

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو په وتلو سره په دې هېواد کې د امریکا شل کلنه جګړه پای ته ورسېده، خو طالبان یو ځل بیا پر دې هېواد واکمن شول.

د امریکا ولسمشر جو بایډن په کراتو کراتو له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو د پرېکړې دفاع کړې ده.