امریکایي پوځي چارواکو پرون وویل چې، د روسیې جنګي جټ الوتکو د تور سمندرګي د پاسه د امریکا د جاسوسۍ یو ډرون له خپل مسیره راګرځولی دی.
چارواکو دا په نړیواله فضا کې د روسي پیلوټانو د یرغلیزو او نامصونه کړنو یوه بېلګه او قصدي عمل بللی دی.
د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټن په دې اړه له خپل روسي سیال سرګې شویګو سره پر ټليفون خبرې کړي دي.
دواړو لورو د دغو خبرو چې په پنځو میاشتو کې د دوی ترمنځ لومړی ځل خبرې دي، پخلی کړی خو نور جزیات یې نهدي په ډاګه کړي.
د روسیې دفاع وزارت ویلي، دغه خبرې د متحدو ایالتونو په غوښتنې ترسره شوې او اسټن هم په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل، دا مهمه ده چې لوی قدرتونه د شفافیت او اړیکو یوه بېلګه وي.
د امریکا د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز جنرال مارک میلي چې له اسټن سره په ګډ خبري کنفرانس کې یې څرګندونې کولې وویل، که څه هم دا یو قصدي عمل و، خو نهده څرګنده چې ایا د روسیې جټ الوتکې د MQ-9 ډرون له څرخ سره ټکر کړی.
د روسیې دفاع وزارت په یوه بیان کې ویلي چې، شویګو اسټن ته يې یادونه کړې چې د متحدو ایالتونو لهخوا دغه لمسوونکې پېښه ځکه رامنځته شوې چې، واشنګټن د کریملین هغه اقدام ته پام نهدی کړی چې پر اوکراین د جګړې له امله یې د تور سمندرګي د پاسه پر الوتنو محدودیتونو لګولي دي.