د پاکستان پوځ په جنوبي وزيرستان کې د اته وسله‌‌والو او دوه ماشومانو د وژل کېدو خبر ورکړی

پاکستاني پوځيان، ارشيف

د پاکستان پوځ وایي، په جنوبي وزیرستان کې د وسله‌والو پریوه پټن‌ځای د برید او نښتو په نتیجه کې اته وسله‌وال او دوه ماشومان وژل شوي او دوه سرتېري ټپیان دي.

په هغه بیان کې چې پوځ پرون چهارشنبې خپور کړی، دا نه‌ده واضح شوې چې ایا دغه دوه ماشومان د ډزو په تبادله کې وژل شوي دي که څنګه.

په بیان کې داهم نه‌دي ویل شوي چې، دغه وسله‌وال په کومې ډلې پورې تړلي و.

خو جنوبي وزیرستان د پاکستاني طالبانو یا ټي‌ټي‌پي یو اصلي مرکز دی.

يادې ډلې په دې وروستیو کې یې د پاکستان پر پوځ او نورو حکومتي اهدافو حملې زیاتې کړي دي.