د پاکستان يوې محکمې د عمران خان د نيولو حکم ځنډولی

عمران خان

د پاکستان د لاهور عالي محکمې د پخواني صدر اعظم عمران خان د نیولو حکم ځنډولی دی.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې پرون چهارشنبه له دغه حکم وروسته هغه پولیس بېرته ستانه شوي چې، د لاهور ښار ختیځ کې د عمران خان د نیولو لپاره د هغه د کور شاوخوا ته استول شوي وو.

د عمران خان د نیولو د هڅو په ترڅ کې د پولیسو او د خان د پلویانو ترمنځ د اخ او ډب راپورونه هم ورکړل شوي دي.

د عمران خان د نیولو لپاره وروسته تر دې اقدام وشو چې د اسلام اباد یوې محکمې هغه د ۲۰۱۸ او ۲۰۲۲ کال ترمنځ موده کې چې صدر اعظم و، د هغو دولتي ډالیو په ناقانونه پلور تورن کړ چې بهرنیو چارواکو ورکړې وې.

په دغو ډالیو کې ۷ هغه لاسي ساعتونه شامل دي چې د یوه قیمت یې درې لکه ډالر ښودل شوی دی.

خان بیا دغه تورونه رد کړي دي.