تخار کې د يو موټر چپه کېدو پېښه کې ۱۷ کسان مړه شوي دي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د تخار ولايت موقعيت

د افغانستان څو محلي رسنیو د طالبانو د چارواکو په حواله ویلي چې تخار کې د یوه مسافر وړونکي موټر د چپه کېدو په پېښه کې ۱۷ تنه مړه شوي دي.

په تخار کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ د مطبوعاتو امر عبدالمبین ساپي رسنیو ته ویلي، ټول دغه قربانیان د سرو زرو د یوه کان کارکوونکي وو.

پېښه د چهارشنبې په سهار د تخار په چاه اب ولسوالۍ کې شوې ده.

دغه راز پېښه کې ۷ تنه نور ټپیان شوي چې د چارواکو په خبره د ۵ وضعیت یې نازک دی.