کريميا کې يو فعال رولان عثمانوف توفيف کړی شوی

ارشيف

د روسیې له‌خوا لاندې شوې د اوکراین په کریمیا ټاپووزمه کې د روسیې له‌خوا ګومارل شویو چارواکو د کریمیا د تاتارانو یو فعال رولان عثمانوف توقیف کړی دی.

دا خبره د کریمیا د پیوستون د بشري حقونو ډلې کړې او ویلي یې دي چې، نوموړی وروسته له هغې ونیول شو چې کور یې تالاشي شو.

په دې اړه چې ولې د دغه فعال کور تالاشي شوی او هغه پر کوم اساس توقیف شوی، نور جزیات نه‌دي ورکړل شوي.

روسیې د کریمیا پر تاتارانو چې د دې ټاپووزمې یوه بومي قومي ډله ده، فشارونه زیات کړي دي.

ډېرو دغو تاتارانو په ۲۰۱۴ کال د روسیې له‌خوا د کریمیا د ملحق کېدو په وړاندې په ښکاره اعتراض کړی و.

له هغې راهیسې د کریمیا لسګونه تاتاریان د روسي چارواکو له‌خوا نیول شوي او د افراطیت په تورپه اوږده بند محکوم شوي دي.