د بشري حقونو د څار سازمان: متحده‌عربي اماراتو ۲۷۰۰ افغانان په غيرقانوني ډول توقيف کړي

متحده‌عربي اماراتو کې افغان کډوال، ارشيف

د بشري حقونو د څار سازمان پر متحده‌عربي اماراتو د څه باندې ۱۵ میاشتو لپاره د شاوخوا ۲۷۰۰ افغان کډوالو د غیرقانوني توقیف تور لګولی.

دا افغانان چې د جمهوري نظام د سقوط پر مهال له افغانستانه وتلو ته اړ شوي په اماراتو کې د استوګنې قانوني اسناد نه‌لري.

د بشري حقونو د څار سازمان چې مرکز یې په نیویارک کې دی، په یوه تازه راپور کې چې نن خپور شو ویلي، ډېری افغان کډوال چې د اماراتو په بشري ښارګوټي کې دېره دي، ژور خپګان او نورې رواني ناروغۍ لري، مدافع وکیلان نه‌لري او ماشومان یې له زده‌کړو محروم دي.

راپور زیاتوي چې د دې افغانانو د اوسېدو ځایونه یې وراسته دي، په خونو کې یې ډېر خلک اوسېږي او له حشرو په عذاب دي.

هیومن رایټس واچ وايي، د متحده عربي اماراتو د کورنیو او بهرنیو چارو وزارتونو په دې اړه د تبصرې لپاره غوښتنو ته ځواب نه‌دی ویلی، خو د امریکا د بهرنیوچارو د وزارت هغې څانګې چې د کډوالو مسایل سمبالوي د بشري حقونو دې مدافع ډلې ته ویلي چې امریکا ته د تلو په شرایطو له برابرو افغانانو سره مرستې ته ژمنه ده.