ايران کې د 'سوري' دوديزې مېلې پر مهال خلکو د حکومت ضد شعارونه ورکړي

ايران کې د سوري دوديزه مېله

په ایران کې د پلازمېنې تهران په ګډون په ځینو ښارونو کې د نوروز په درشل کې د چارشنبه سوري له دودیزې مېلې سره په یو وخت کې د خلکو د اعتراضونو او د اسلامي جمهوریت پر ضد د شعارونو خبر ورکړل شوی.

پر ټولنیزو شبکو په خپرو شویو ویډیوګانو کې چې بېګا خپرې شوې ښکاري چې، د تهران په تهرانپارس، سعادت اباد، نظام اباد او نورو سیمو کې خلک راټول شوي وو.

په دې غونډو کې ښځه، ژوند، ازادي، مړ دې دیکتاتور، مړ دې وي خامنه يي او نور شعارونه ورکړل شول.

د راپورونو له‌مخې په تهران کې ښځو د جبري حجاب په غبرګون کې خپلو پوړنو ته اور واچاوه.

په کردستان ولایت کې هم بېګا خلک د مړ دې وي دکتاتور له شعارونو لارو کوڅو ته راووتل.

د جرمني د خبري اژانس DPA د راپور له‌مخې د دې اعتراضونو پر مهال امنیتي ځواکونه په تهران او نورو لویو ښارونو کې ځای پرځای شوي وو.