د تروريزم نړيوال انډيکس راپور: افغانستان کې د تروريستي حملو شمېر کم شوی

کابل کې د يوې چاودنې انځور چې د جنوري په يوولسمه وشوه

په یوه تازه راپور کې ویل شوي چې، په افغانستان کې د تروریستي حملو په شمېر کې د پام وړ کموالی راغلی دی، خو برعکس په پاکستان کې د دې ډول حملو شمېر ۱۲۰ سلنه زیات شوی.

د تروریزم د نړیوال انډیکس د راپور له‌مخې چې پرون د مارچ په ۱۴مه خپور شو او د تېر ۲۰۲۲ کال پېښې رانغاړي په تېرو څلورو کلونو کې په افغانستان کې د تروریستي بریدونو او په هغوی کې د مړینو شمېر په ترتیب سره له ۷۵ څخه تر ۵۸ سلنې پورې کم شوی.

خو په راپور کې راغلي چې، له دې سره سره افغانستان لاهم د څلورم پرله‌پسې کال لپاره له تروریزم څخه تر ټولو زیات زیانمن شوی هېواد دی.

راپور د هغو ځپونکو اقداماتو او تاوتریخوالي یادونه نه‌ده کړې چې د طالبانو د حکومت ځواکونه پرې تورن دي، ځکه طالبان پر افغانستان له واکمنېدو وروسته د تروریزم د نړیوال انډيکس په راپورونو کې نه‌دي شامل.

راپور افغانستان او پاکستان د هغو لسو هېوادونو په ډله کې یاد کړي چې، په ۲۰۲۲ کال کې د تروریزم له کبله تر ټولو ډېر زیانمن شوي دی.

د دې راپور له‌مخې تېر کال په پاکستان کې د تروریستي حملو شمېر ۶۴۳ ته ورسېده.