د پولنډ صدراعظم: ښايي نږدې راتلونکي کې مېګ۲۹ الوتکې اوکراين ته وسپارو

د پولنډ صدراعظم ماتیوز موراویڅکي

د پولنډ صدراعظم وايي چې، حکومت یې ښايي په نږدې راتلونکي کې د پخواني شوروي اتحاد پر مهال جوړې، مېګ ۲۹ جنګي جټ الوتکې اوکراین ته وسپاري.

ماتیوز موراویڅکي Mateusz Morawiecki پرون (د مارچ ۱۴مه) وویل، وارسا ښايي په راتلونکو څلور یا شپږو اوونیو کې دا الوتکې اوکراین ته ورکړي، خو هغه دا ونه ویل چې ایا په دې برخه کې کوم نړیوال ايتلاف هم شته چې ملګرتیا ورسره وکړي که نه.

پولنډي مشرانو تېره اوونۍ وویل چې، اوکراین ته د جنګي جټ الوتکو سپارل به یوازې د یو پراخ نړیوال ايتلاف په چوکاټ کې ترسره شي.

سلواکیا هم اوکراین ته د مېګ ۲۹ جټ الوتکو سپارلو ته چمتووالی ښودلی او د ناټو دې دوو غړو له نورو هېوادونو هم غوښتي دي چې دا کار وکړي.