زلنسکي: ټول پوځيان مو د اوکراين ختيځې برخې دفاع ته چمتو دي

د اوکراين ولسمشر ولودمير زلنسکي

ولسمشر ولودمیر زلنسکي وايي د اوکراین جګپوړي پوځي قوماندانان ټول په یوه خوله د اوکراین د ختیځ د هغې برخې دفاع ته چمتو دي چې کلابند بخموت ښار هم په‌کې شامل دی.

ښاغلي زلنسکي په خپله بېګانۍ ویډیويي وینا کې وویل، د پوځي قوماندې په پرونۍ غونډه کې اصلي تمرکز پر بخموت ښار و.

هغه زیاته کړه چې د ده د پوځي قوماندانانو واضح دریځ دا و، چې د ختیځ جبهه به پیاوړې کوي او د هغه په وینا اشغالګر به تر وسې وسې ځپي.

روسیې پرون د اوکراین پر کراماتورسک ښار د توغندي خونړی برید وکړ او اوکرایني او روسي ځواکونه پر بخموت ښار د ولکې ټینګولو لپاره په درنو جګړو کې ښکېل شول.