نن د افغانستان او بنګله‌دېش کم‌عمره ځوانان دويمه يوه ورځنۍ لوبه کوي

افغان کرېکټ ۱۹ کلنه لوبډله له بنګله‌دېش سره د سيالۍ پر مهال

ټاکل شوې د افغانستان او بنګله‌دېش تر ۱۹ کلونو کم عمره لوبډلې نن خپله دویمه پنځوس اووره مسابقه وکړي.

دواړه ټیمونه به په ابوظبۍ کې د افغانستان پر وخت نهه نیمې بجې سره مخامخ شي.

د افغانستان تر ۱۹ کلونو کم عمره لوبډلې د دوشنبې په ورځ بنګله‌دېش ته ماتې ورکړې وه.