چين د ګرځندويانو پر مخ خپلې پولې بېرته پرانيزي

چين کې ګرځندويان، ارشيف

چین په پام کې لري، چې د ګرځندویانو پرمخ خپلې پولې بېرته پرانیزي او سر له نن چهارشنبې د ټولو ویزو ورکول بیا پیل کړي.

د کرونا د وبا له کبله شا و خوا درې کاله دا پروسه ځنډېدلې وه او اوس چین هڅه کوي چې خپله ګرځندويي او اقتصاد بېرته په پښو ودروي.

چین له وروستیو لویو هېوادونو یو دی، چې د ګرځندویانو پرمخ خپلې پولې بېرته پرانیزي.

پرونی اعلان داسې وخت وشو، چې دغه هېواد په فبروري میاشت کې د کرونا وبا په وړاندې د قاطع بریا اعلان وکړ.

له نن چهارشنبې د هر ډول ویزو ورکول بیا پیلېږي، دغه راز د هینان ټاپو په څېر ځایونو لپاره له ویزو پرته د خلکو تګ هم بیا پیلېږي.

شانګهای ته به هم د کروز په نوم د لویو کښتیو تګ بیا پیل شي، چې تر کرونا مخکې په دغو کښتیو کې تلونکو کسانو ته د ویزې اړتیا نه وه.