د ترکیې په جنوب ختیځ کې درنو اورښتونو هغو کسانو ته ستونزې جوړې کړي، چې په سیمه کې د وروستۍ زلزلې له کبله بېکوره شوي دي.
د DHA خبري اژانس د راپور لهمخې، د هاتای ولایت په اسکندرن سیمه کې د بارانونو اوبه د خلکو خېمو ته داخلې شوې.
د اپوزیسیون سیاستوالې جانان کافتان جي اوغلو ویلي، تر زلزلې میاشت وروسته هم هغسې چې ژمنه شوې وه، په کانتینرونو کې د زیانمنو شویو د مېشتولو لپاره کارونه نهدي شوي.
په ترکیه او سوریه کې د فبروري میاشتې پر شپږمه یوې زورورې زلزلې تر ۴۸زرو ډېر کسان یوازې په ترکیه کې مړه کړل.
په سوریه کې هم تر ۷۰۰۰ د ډېرو کسانو د مړینې راپور ورکړل شوی.
تر زلزلې وروسته په سلګونو-زره کسان بېکوره دي او په خېمو یا هم اضطراري پناه ځایونو کې شپې ورځې تېروي.
بلخوا په ترکیه کې د ټاکنو کمپاینونه روان دي، خلک به د مې میاشتې پر ۱۴مه نوي پارلمان او ولسمشر ته رایه ورکړي.