ناټو کې د فنلنډ غړيتوب لپاره د هنګري پارلمان کې رايه اخيستنه ځنډول شوې

ناټو کې د فنلنډ غړيتوب غوښتن‌ليک سپارل

په ناټو کې د غړیتوب لپاره د سویډن او فنلنډ د غړیتوب د غوښتن‌لیکونو په اړه د هنګري په پارلمان کې ځنډېدلې رایې اخیستنه به د دې هېواد د حکومت د یوه جګپوړي چارواکو په وړاندیز پسې لا وځنډیږي.

د هنګري د صدراعظم مرستیال ژولت چمین په یوه لیک چې په رسنیو کې خپور شوی، غوښتنه شوې چې، له ناټو سره د شمالي اروپا د دو هېوادونو د یو ځای کېدو په اړه رایې اخیستنه چې ټاکل شوې وه د مارچ په شلمه پیل شي، یوه اونۍ نوره وځنډول شي.

نوموړي د اروپایي ټولنې له اجرایوي ارګان سره هغه خبرې چې د دې ټولنې د قانون د حاکمیت له مسولیتونو څخه د بودا پسټ د سرغړونو د ادعاو په اړه روانې دي، د دغه ځنډ یو دلیل بللی دی.

سویډن او فنلنډ وروسته له هغې په ناټو تړون کې د غړیتوب غوښتن‌لیکونه وړاندې کړل چې روسیې د تېر کال د فبرورۍ په ۲۴مه پر اوکراین یرغل وکړ.

د دې لپاره چې د دغو دوو سکانډیناوي هېوادونو غړیتوب په دې تړون کې ومنل شي، د ناټو ټول ۲۸ غړي یې باید منظور کړي.